IQNA

په نیوزیلنډ کې د یوه جومات د سوځولو  په باب څيړنې پیل شوې

13:51 - November 05, 2024
د خبر لمبر: 3490113
ایکنا – د نیوزیلنډ پولیسو په آکلینډ کې نن سهار د یوه جومات د سوځیدا په باب د څيړنو د پیلیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز د روئيټرز له قوله راپور راکړ، دغه اور چې تر اتو ساعتونو پورې ئې دوام د رلود، د آکلینډ د اسلامی مرکز او جومات ځینی برخې ئې په اور کې لووو  لپَه سوځولی دي.

پولیسو دغه پيښه جدی ګڼلي،ځکه چې  له ۲۰۱۹ کال څخه چې یوه یوه  افراطي آسټریلیائي ښاریز په کریسټ چرچ  ښار کې په  النور او لینووډ دوو جوماتونو پر لمونځ ګوزارو ناتار ډزې کړي چې له امله ئې ۵۱ کسان شهیدان شوي،په دغه آرام هیواد کې له اسلام سره د ډغرې د پروژې ددوام حملې لازیاتې څارل کیږي.

د نیوزیلنډ  پولیس  وائي،ګیرچاپیره لګیدلي کیمرې  ښئ چې د سه شنبې په نیمه شپه یوې بجې  یو کس د آکلینډ په نیولین سیمې کې د امام رضا(ع)جومات ته واریدیږي او قصدا اور لګوي، په عین حال کې پولیس وائي، تراوسه پورې   دغه پيښه د نفرت اوکرکې  له امله نشي بللی ترڅو چې تحقیقات ترسره نشي.

د جومات مسئولانو  په ټولنیزو چینلونو کې پخپلو لیکنو کې وئيلي دي،د سه شنبې  په شپه  په جومات حمله  یوه بوږنونکي او ټکان ورکونکي پيښه  ده،داسې کسان شته  چې هڅه کوي مونږ ته تاوان ورسوي او د مونږ د مقدسې فضا اډاڼئ ولړزوي. مونږ نن سره یوموټی دریدلي یوو او دا وایوو،چې د مونږ جومات یوازې کومه فیزیکي ودانۍ نه ده ، بلکې  د نور  یوه ډیوه ، عبادتځاي او د امید سمبول  دی.

د نیوزیلنډ د اسلامی شورا  مشر محمد سجاد  هم ددغې پيښې د سپړنې غوښته کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4246444  

captcha